دنیا ۲۸ مئی ۲۰۲۶

د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اټومي خبرو د پیل په اړه لومړنی هوکړه شوې ده

نوی ژوند ۔د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اټومي خبرو د پیل په اړه لومړنی هوکړه شوې ده، چی پکې د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه پرمختګ روان دی. د العربیه، سي بي اېس او ایګزیوس د راپورونو له مخې د امریکا او ایران ترمنځ یو ابتدایي تړون یا مفاهمتي موافقه شوې ده چې پکې د اوربند غځول، د اټومي خبرو پیل او په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو اقدامات شامل دي. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې ایران به په ۳۰ ورځو کې د هرمز له تنګي څخه ماینونه پاک کړي، خو د دې تړون وروستۍ منظوري به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورکوي. د راپورونو له مخې د دې تړون د لاسلیک مراسمو د اسلام اباد کې د ترسره کېدو امکان هم ښودل شوی، خو تر اوسه رسمي ډول بشپړ جزئیات نه دي تائید شوي