کوټه (نوي ژوند نيوز)د ايران او امريکا ترمنځ د احتمالي تړون د هيلې له رامنځته کېدو وروسته په نړيوال بازار کې د خامو تېلو بيې په څرګند ډول راټيټې شوې او د دوو اوونيو تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې دي. د بهرنيو رسنيو د راپورونو له مخې د برېنټ کروډ بيه نږدې 5 ډالره کمه شوې او 97 ډالرو في بېرل ته رسېدلې، ډبليو ټي آی خام تېل 91 ډالره او مربن خام تېل شاوخوا شپږ نيم سلنه کمېدو وروسته 95 ډالره في بېرل پلورل کېږي. بل لور ته په آسيايي سټاک مارکېټونو کې د چټکتيا رجحان ليدل شوی، او د پاکستان سټاک اېکسچېنج 100 انډېکس د 3 زره او 881 پوائنټو په زياتوالي سره يو لک 71 زره او 725 پوائنټو ته رسېدلی او هلته تړل شوی دی. د لوی اختر د رخصتيو تر مخه د کاروباري اوونۍ په پای کې د پانګه اچوونکو باور زيات شوی، خو په ځينو آسيايي بازارونو کې بيا ګډ رجحان هم دوام لري.
