تازه خبرونه ۲۹ مئی ۲۰۲۶

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له لوري په منیٰ ماڼۍ کې کلنی هرکلی ترسره شو

کوټه( نوی ژوند) په سعودي عربستان کې د لوی اختر او حج د مراسمو پر مهال د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له لوري په منیٰ ماڼۍ کې کلنی هرکلی ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو هېوادونو چارواکو، د حج د پلاوو استازو او نړیوالو میلمنو ګډون وکړ. په دې مراسمو کې مېلمنو ته هرکلی وویل شو او د اسلامي امت د یووالي، سولې او ګډو همکاریو پر ارزښت ټینګار وشو.