مدھیہ پردیش (نوی ژوند نیوز)د هند د مدهيه پرديش ايالت د بهوپال ښار د پخوانۍ «مس پونې» ۳۳ کلنې توئشا شرما د پراسراره مرګ په قضيه کښې د مرکزي پلټنيزې ادارې (سي بي آی) له خوا د نوموړې خواښې او پخوانۍ قاضي ګربيلا سنګ نيول شوې ده. د راپورونو له مخې په ياده قضيه کښې د جهاز غوښتنې، ذهني او جسمي ځورونې، د شواهدو د بدلولو او د حمل د ضايع کولو لپاره د فشار اچولو په ګډون پر ګڼو سنګينو تورونو پلټنې روانې دي. تحقيقاتي ادارې د واټس اپ پيغامونو، ډيجيټل ريکارډ، فارنزک شواهدو او د پېښې د ځاي جاج اخيستی او د مقتولې پر بدن د موجودو ټپونو په اړه يې هم پوښتنې کړې دي. چارواکي وايي چې د مقتولې مېړه لا دمخه عدالتي تحويل ته سپارل شوی او قضيه د هند سترې محکمې تر اورېدنې لاندې ده، په داسې حال کښې د توئشا کورنۍ دعوه کوي چې نوموړې تر واده وروسته له ذهني او جسمي زورونې سره مخ وه او له مرګ وړاندې يې خپلې مور ته په استول شويو پيغامونو کښې د سختې روحي اذيت او وېرې څرګندونه کړې وه.
