مقامی ۲۹ مئی ۲۰۲۶

انتہاپسندی د پشتون معاشرې پیداوار نه ده، د باچاخان فکر به ژوندی ساتو: اے این پي مشران

قلعه عبدالله(نوی ژوند)د عوامي نېشنل پارټۍ مشرانو ویلي دي چې انتہاپسندي د پشتون ټولنې پیداوار نه ده او د عدم تشدد، جمهوري مزاحمت، زغم او سیاسي شعور هغه میراث دی چې د دوی اکابرینو پرې ایښی، ځکه به پر دې فکر هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي۔ دوی وویل که څوک د آئین واکمني او د پارلمان بالادستي پرته بل څه تصور کوي، دا به د هغوی تېروتنه وي، او د انتظامي بنیادونو پر اساس د صوبو جوړښت او د وسایلو د وروستي حده لوټ هڅې به هېڅکله ونه منل شي۔ د ویناوالو په خبره، اتلسم آئیني بدلون د وړو صوبو د ملي، اقتصادي او کلتوري تحفظ، پرمختګ او خوشحالۍ ضمانت دی او د دې د رول بیک کولو هره هڅه به ناکامه کړل شي۔ مشرانو تور پورې کړ چې د یوه سوچ شوي پلان له مخې په پشتون وطن کې تشدد ته وده ورکول کېږي او د سیاست د بدنامولو لپاره غیرسیاسي چاپېریال پر خلکو تپل کېږي، همدا راز یې د شاه‌رګ د پېښې د عاملینو د افشا کولو او قانون منګولو ته د سپارلو غوښتنه وکړه۔ دوی وویل چې د اشرافیې په ملاتړ جوړې شوې ډلې نه نن او نه سبا د باچاخان د فکر بدیل کېدای شي او هغه کسان چې یوازې د احساساتو پارولو هڅه کوي، د پشتون ولس د اصلي ستونزو د حل درک نه لري۔ ویناوالو وویل د شخړې اصل د نسل، ژبې، مذهب او فرقې نه، بلکې د قدرت له خوا ورکړل شوو قیمتي وسایلو پر واک او اختیار دی، او عوامي نېشنل پارټي د خپلو خلکو د حقونو د دفاع لپاره پرامن جمهوري مبارزه خپل ملي او سیاسي فرض ګڼي۔ دوی دا هم وویل چې په صوبه کې د ضلعو یا ډویژنو په جوړولو کې به د پشتون استازیتوب د کمېدو اجازه ورنه کړي او په پشتونخوا بلوچستان کې روانه انتہاپسندي او تشدد د وسایلو د قبضې لپاره جوړ شوی ماحول دی۔ ویناوالو د کاکاجي ملک غلام سرور خان اچکزئي د ژوند او مبارزې ستاینه وکړه او ویې ویل چې نوموړی د فخر افغان باچاخان ریښتینی پیروکار، د سولې، زغم، ورورولۍ او عدم تشدد پلوی و، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ یې د پشتون قومي تحریک لپاره مبارزه وکړه او هېڅکله پر خپل سیاسي ماضي پښېمانه نه شو۔ دا څرګندونې د عوامي نېشنل صوبایي صدر اصغر خان اچکزئي، صوبایي پارلیماني مشر انجینر زمرك خان اچکزئي، مرکزي سینیئر نائب صدر داؤد خان اېډووکېټ، صوبایي جنرل سیکرټري مابت کاکا او نورو مشرانو د قلعه عبدالله د برمه کلي پیرعلیزئي په باچاخان مرکز کې د کاکاجي ملک غلام سرور خان اچکزئي د شلم تلین غونډې ته د وینا پر مهال وکړې، چې مشري یې ضلعي صدر ملک حنیف اچکزئي کوله۔ ویناوالو وویل چې د کاکاجي او د هغه د هم‌عصره ملګرو د قربانیو، زندانونو، تکلیفونو او نه ستړې کېدونکې مبارزې په نتیجه کې عوامي نېشنل پارټي نن په صوبه کې یوه منظمه، فعاله او پارلماني سیاسي قوه ګرځېدلې ده او ګوند به د پارلمان دننه او بهر د پشتونانو د حقونو لپاره خپل غږ پورته ساتي۔ هغوی زیاته کړه چې پشتون او بلوچ دوه ورور قومونه دي او د نفرت سیاست کوونکي به تل ناکامېږي، ځکه نه به د چا حق غصبوي او نه به خپل حق بل چا ته پرېږدي، او د منظم تنظیمي ربط او سیاسي شعور له لارې د ملي او اقتصادي ستونزو حل ممکن دی۔ د غونډې په پای کې د کاکاجي ملک غلام سرور خان اچکزئي او د پشتون قومي تحریک د ټولو شهیدانو او مشرانو د ایصال ثواب لپاره دعا وشوه او ګډونوالو ته لنگر ووېشل شو۔