تازه خبرونه ۲۹ مئی ۲۰۲۶

د هرمز تنګي د انتظام پرېکړه به ایران او عمان کوي، د ایران څرګند دریځ

کوټه، (نوی ژوند)د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي دي چې د هرمز تنګي د انتظام او کنټرول پرېکړه به ایران او عمان کوي، او دا مهال د ایران اساسي پاملرنه د جګړې پای ته رسول دي۔ ایراني رسنیو ته په خبرو کې نوموړي ویلي چې ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه هېڅ ډول مذاکرات نه کوي او د سیمې د حساس وضعیت په رڼا کې به پر ملي ګټو او خپلواکۍ هېڅ معامله ونه شي۔ بل لور ته د ایراني مذاکراتي ډلې مشر باقر قالیباف د امریکا ضمانتونه او ژمنې د باور وړ نه دي بللي او ویلي یې دي چې ایران یوازې عملي اقدامات اصلي معیار ګڼي او تر هغه چې مخالف لوری عملي ګام وانخلي، تهران به هم کوم اقدام ونه کړي۔ نوموړي زیاته کړې چې ایران تل خپله ملي تګلاره د ځواک، مقاومت او عملي واقعیتونو پر بنسټ مخته وړې ده، په داسې حال کې چې دا څرګندونې هغه مهال مخې ته راغلې دي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هرمز تنګي د پرانیستلو او د ایران له لوري د اټومي وسلو نه لرلو غوښتنه بیا تکرار کړې، چې له امله یې په منځني ختیځ کې روان سیاسي او سفارتي کړکېچ د یوه نوي پړاو پر لور روان ښکاري۔