کوټه( نوی ژوند:) روسي چارواکو ویلي چې د اوکراین له لوري د بېلابېلو سیمو پر ضد پراخ ډرون بریدونه شوي، چې ګڼ شمېر ډرونونه نسکور کړل شوي، خو په ځینو ځایونو کې د تاسیساتو او بندري سیمو د اور لګېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د روسي چارواکو په وینا، د جنوبي سیمو پر مهمو تاسیساتو له بریدونو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي او د زیانونو ارزونه روانه ده.
