دنیا ۳۱ مئی ۲۰۲۶

چین او روس ته د ځانګړو سوداګریزو او سمندري اسانتیاوو د برابرولو پرېکړه کړې ده۔ایران

کوټه (نوی ژوند نیوز) د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مشر ابراهیم عزیزي ویلي، ایران د سیمې د روان وضعیت له امله د هرمز تنګي په چارو کې خپلو نږدې شریکو هېوادونو چین او روس ته د ځانګړو سوداګریزو او سمندري اسانتیاوو د برابرولو پرېکړه کړې ده، او دا یې هم ویلي چې د ایران او پاکستان ترمنځ وروستۍ مشورتي ناستې مهمې او رغنده وې. نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د روانو نړیوالو مذاکراتو پر مهال بل هېواد ته د بډایه یورانیم د لېږد موضوع هېڅ د بحث برخه نه ده ګرځېدلې او نه هم له امریکا سره په اړیکو کې پرې خبرې شوې دي. بل لور ته د ایران د ستر مذهبي مشر سلاکار محسن رضایي پر امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سختې نیوکې کړې او ادعا یې کړې چې امریکا له سفارتکارۍ سره بې‌وفایي کوي، او د دوی په وینا د هرمز تنګي روان فشارونه او د پردې تر شا سخت شرایط دا څرګندوي چې واشنګټن د یوه دوامدار او عادلانه توافق لپاره جدي نه ښکاري.