کوټه (نوی ژوند نیوز) هندي رسنيو د سپوږمکيزو انځورونو پر بنسټ دعوه کړې چې چین د خپلو اټومي توغنديو سائلوس ته نږدې پراخ پوځي تاسيسات جوړوي چې پکې د توغنديو لانچ پيډونه، بنکرونه، هوايي ډګرونه، د وسلو زېرمتونونه او مخابراتي مرکزونه شامل دي. د راپورونو له مخې، د چين په شمال لوېديځو صحرايي سيمو کې له 80 زيات نوي لانچ پيډونه او دفاعي تاسيسات جوړېږي. دفاعي شنونکي وايي چې دا اقدامات د دې لپاره دي چې که پر چين لومړنی بريد هم وشي، بيا هم د غبرګون اټومي وړتيا وساتل شي. د هندي رسنيو د شننو له مخې، دا پروژه د چين د ستراتېژيک دفاعي تګلارې برخه ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت مخکې خبرداری ورکړی و چې چين خپله اټومي وړتيا په چټکۍ زياتوي او تر 2030 کال پورې يې د اټومي وسلو شمېر يو زر ته رسېدای شي. بلخوا د امريکا د دفاع وزير پیٹ ہیگستھ د چين د پوځي پراختيا په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې امريکا په سيمه کې د ځواک توازن ساتل غواړي، خو له بيجينګ سره د متقابل درناوي اړيکې هم غواړي.
