کوټه (نوی ژوند نیوز) د امريکايي مجلې بلومبرګ د راپور له مخې، ایران په تېرو 24 ساعتونو کې د کویت په يوه هوايي اډه توغنديز بريد کړی، چې له امله يې د څو امريکايي پوځي پرسونل د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. راپور زياتوي چې په بريد کې دوه MQ-9 ريپر ډرونونه سخت زيانمن شوي، په داسې حال کې چې د کوېت هوايي دفاع سيستم د فتح-10 توغندی په فضا کې شنډ کړی، خو ملبه يې د علي السليم هوايي اډې په ساحه کې لوېدلې ده. د بلومبرګ د معلوماتو له مخې، له پېښې وروسته د امنيتي وضعيت جاج اخيستل کېږي، خو د ټپيانو کره شمېر او نور جزئيات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي.
