کوټه (نوی ژوند)ايراني پوځ سوداګريزو بېړيو او د تېلو ټينکرونو ته خبرداری ورکړی چې د ايران له اجازې او ټاکلي سمندري مسير پرته د هرمز تنګي د تېرېدو هره هڅه خطرناکې پايلې لرلای شي. د ايراني پوځ په بيان کې ويل شوي چې د هرمز تنګي کنټرول د ايران په لاس کې دی او ټولې سوداګريزې او تېل لېږدوونکې بېړۍ بايد د ايران له اجازې او ټاکلي لارې سره سم تګ راتګ وکړي، ګنې د ځان او نورو سمندري بېړيو د تګ راتګ لپاره به ستونزې او خطرونه رامنځته کړي. ايراني چارواکو ويلي چې په تېرو 24 ساعتونو کې 24 بېړۍ د ايراني سمندري ځواکونو په همکارۍ د هرمز له تنګي تېرې شوې چې پکې د تېلو ټينکرونه او باروړونکې بېړۍ شاملې وې، او د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له وروستي اعلان وروسته د سيمې حالات له نږدې څارل کېږي.
