دنیا ۳۱ مئی ۲۰۲۶

پاکستان د امریکا رښتینی ملګری، له ایران سره د ښه تړون هیله: د امریکا دفاع وزیر

کوټه (نوی ژوند)د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې پاکستان د امریکا یو رښتینی او مخلص ملګری هېواد دی او له ایران سره د روانو خبرو اترو څخه د یوه ښه او مثبت تړون تمه شته. نوموړي په سنګاپور کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چې له ایران سره خبرې په مثبت ډول روانې دي او امریکا پر دې ټینګار کوي چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. هغه زیاته کړه که ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شوې، امریکا هر ډول حالاتو ته بشپړه چمتووالی لري، خو لومړیتوب یې یو قوي او اغېزناک تړون دی. د امریکا دفاع وزیر دا هم وویل چې ولسمشر به پرېکړې د امریکا د ملي ګټو له مخې کوي او له پاکستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکول کېږي. نوموړي د چین د پوځي پراختیا په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په اسیا کې د ځواک توازن ساتل ضروري دي او متحد هېوادونه باید خپلې دفاعي دندې لا پیاوړې کړي.