په جنوبی پشتونخوا، قبایلي سیمو او د سیمې په پراخ جغرافیه کې روان سیاسي، اقتصادي او امنیتي بدلونونه دا غوښتنه کوي چې پښتانه له احساساتي غبرګونونو پورته د خپل راتلونکي په اړه له تدبر، سیاسي بصیرت او ملي مسئولیت سره فکر وکړي. نړۍ د نوو سیاسي بدلونونو، سیمهییزو ائتلافونو او نړیوالو رقابتونو پر لور روانه ده، له منځني ختیځ څخه نیولې تر جنوبي او منځنۍ اسیا پورې د قدرت انډول بدلېږي، او سرحدي سیمې یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو مرکز ګرځي. په داسې حالاتو کې د پښتنو لپاره چوپ پاتې کېدل او یوازې د حالاتو ننداره کول د وخت غوښتنه نه ده.
محمود خان اڅکزئی سره په سیاسي فکر، دریځونو او نظریاتو اختلاف کېدای شي، خو دا حقیقت هم سترګې نه شي پټولای چې نوموړي تل د داسې سیاسي چوکاټ خبره کړې چې پکې د اساسي قانون واکمني، د ولسي استازو د پارلمان برلاسی، د قومونو ترمنځ برابري، صوبو ته واک او اختیار، او له ګاونډیو هېوادونو سره د احترام او خبرو اترو پر بنسټ اړیکې مهمې ګڼل شوې دي. د چمن وروستۍ وینا او د ده سیاسي پیغام یو مهم ټکی دا دی چې روان بحرانونه، بدامني، اقتصادي ستونزې، د سوداګرۍ بندیزونه او سیمهییزې شخړې باید یوازې د ورځني سیاست له زاویې ونه کتل شي، بلکې د اوږدمهاله ملي حکمت عملي په رڼا کې و ارزول شي.
دا هم یو څرګند حقیقت دی چې پښتون ټولنه اوس له ګڼو ستونزو سره مخ ده. اقتصادي فشار، بېروزګاري، د سرحدي تجارت محدودیتونه، د تګ راتګ ستونزې، ناامني، سیاسي بېباوري او داخلي اختلافونو د ولس پر ژوند ژور اغېز کړی دی. په داسې شرایطو کې سیاسي ګوندونه، قومي مشران، دیني علما، ځوانان، پوهان، سوداګر او د ټولنې نور فعال قشرونه باید سره کښېني او په دې فکر وکړي چې د راتلونکو کلونو لپاره د پښتنو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز مسیر څه ډول ټاکل کېږي.
اړینه دا ده چې اختلافات د دښمنۍ بڼه خپله نه کړي، بلکې د امن، تعلیم، اقتصاد، سوداګرۍ، اساسي حقونو، د سرچینو پر واک او د سیمې د ثبات په څېر ګډو موضوعاتو باندې فکري بحث او ملي مشوره پیل شي. که سیمه د لویو نړیوالو سیالیو، جګړو یا جغرافیایي شخړو پر لور ولاړه شي، تر ټولو ډېر زیان به هماغه سرحدي ولسونه ویني چې له وړاندې د بېثباتۍ بیه پرې کوي. له همدې امله وخت دا تقاضا کوي چې پښتانه د راتلونکي د خطرونو او فرصتونو په اړه “سرونه سره کښېږدي”، ګډ فکر وکړي، او خپل ولس د نړۍ د بدلېدونکو حالاتو لپاره ذهناً او عملي توګه چمتو کړي.
دا د شعارونو نه، بلکې د تدبر وخت دی؛ د احساساتي غبرګون نه، بلکې د ګډ عقل او ملي مشورې وخت دی. ځکه کوم قومونه چې د خپل راتلونکي په اړه پر وخت فکر نه کوي، د هغوی برخلیک بیا نور خلک ټاکي.
