کوټه(نوی ژوند)د بلوچستان حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د ۱۱۰۰ٹ اربه روپیو څخه د زیات حجم بودیجه د وړاندې کولو تیاری نیولې ده، چې پکې به د تعلیم، روغتیا، امن او امان او ولسي هوساینې برخو ته ځانګړې پاملرنه کېږي. سرچینې وایي، حکومت هڅه کوي بودیجه سرپلس وساتي او د پرمختیایي پروژو، بشري ودې او بنسټیزو اسانتیاوو پر ښهوالي ځانګړی تمرکز وکړي.د بلوچستان د مالیې وزیر میر شعیب نوشیرواني به دا بودیجه د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کوي. د مالیې محکمې سرچینو له مخې، د تعلیم برخې لپاره له ۱۵۰ اربه روپیو څخه د زیاتو فنډونو د ځانګړي کولو وړاندیز شوی، همداراز د روغتیا، بنسټیزو ولسي خدمتونو او امن او امان لپاره هم د سترو مالي مرستو پلان شته.سرچینې زیاتوي چې د سرکاري کارکوونکو په معاشونو او الاؤنسونو کې د وفاقي حکومت په څېر د زیاتوالي وړاندیز هم تر غور لاندې دی، خو وروستۍ پرېکړه به د بودیجې د منظورۍ پرمهال کېږي. د بودیجې د چمتووالي بهیر وروستي پړاو ته رسېدلی او د بېلابېلو برخو مالي وړاندیزونو ته وروستۍ بڼه ورکول کېږي۔
