مقامی ۳۱ مئی ۲۰۲۶

د سرکي روډ تاڼې مخې ته احتجاج، د يوه وګړي د مړينې په اړه پر پوليسو د زور زياتي تور

کوټه (نوی ژوند)په کوټه کې د سرکي روډ تاڼې مخې ته سلګونو کسانو احتجاج کړی او دعوه يې کړې چې يو وګړی د پوليسو د مبينه زور زياتي له امله مړ شوی دی. د مړي خپلوانو او مظاهره کوونکو غوښتنه کړې چې د پېښې په تړاو دې شفافه پلټنه وشي او د تورنو پر ضد دې قانوني ګامونه پورته کړل شي. د احتجاج له امله په سيمه کې تاوتريخوالی او اندېښنه ليدل شوې، خو د اړوندو چارواکو رسمي دريځ تر اوسه مخې ته نه دی راغلی۔