کوټه (نوی ژوند)د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخیل ويلي دي چې ده هېڅکله نه دي ويلي چې په بلوچستان کې امنيتي وضعه سمه ده، بلکې نن په صوبه کې حالات ډېر خراب دي. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې حکومت د ترهګرۍ پر ضد عمليات او د امن د ټينګښت لپاره ګامونه پورته کوي، نو ولس هم بايد د حکومت او اړوندو ادارو سره مرسته وکړي، څو په صوبه کې تلپاتې امن رامنځته شي۔
