تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

بلوچستان کښې د حکومت بدلون لپاره د دوه نيم، دوه نيم کاله فارمولا ځانګړی اهميت نه لري، مسلم ليګ (ن)

کوټه (نوي ژوند) د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخيل او د پاکستان مسلم ليګ (ن) پارليماني مشر مير سليم کھوسه ويلي دي چې په بلوچستان کښې د حکومت د بدلون لپاره د دوه نيم، دوه نيم کلن فارمولې کوم ځانګړی اهميت نشته او که په دې اړه سياسي اتفاق يا کومه پرېکړه موجوده هم وي، نو هغه به په وفاقي کچه کېږي، خو اوسنی حکومت د خپلې آئيني مودې او ولسي خدمت پر چارو تمرکز لري.په کوټه کښې ګډې خبري ناستې ته د وينا پر مهال ګورنر بلوچستان وويل چې صوبه له ګڼو امنيتي، اقتصادي او سياسي ستونزو سره مخ ده او د دغو چيلنجونو د حل لپاره د سياسي ګوندونو، دولتي ادارو او ولس ګډ کردار ضروري دی. د هغه په وينا، د بلوچستان د ستونزو حل په تشدد، اشتعال او لانجمنو بيانونو کښې نه، بلکې د آئین، قانون او جمهوري عمل له لارې ممکن دی.هغه د چمن پهاټک سره نزدې پر ټرين شوې چاودنه په سختو ټکو وغندله او ويې ويل چې د امن ضد عناصر غواړي د بلوچستان امن او پرمختګ زيانمن کړي، خو حکومت او امنيتي ادارې د دغو عناصرو پر ضد عمليات روان ساتلي دي. نوموړي زياته کړه چې د ولس د سر او مال ساتنه د رياست لومړنۍ ذمه واري ده.بل پلو، مير سليم کھوسه وويل چې د محمود خان اڅکزي ځينې وروستۍ څرګندونې سياسي او ټولنيز بحثونه راپارولي او د شخصي لښکرو يا ورته خبرو بيانول مناسبه لاره نه ده. د هغه په وينا، پاکستان يو آئيني او جمهوري هېواد دی چې ټولې چارې پکښې د قانون له مخې پر مخ وړل کېږي.هغه زياته کړه چې بلوچستان د بېلابېلو قومونو، ژبو او کلتورونو ګډه خاوره ده او دلته اوسېدونکي ټول برابر پاکستانیان دي. نوموړي دعوه وکړه چې مخلوط حکومت د امن، پرمختګ، سياسي ثبات او د وسايلو د عادلانه وېش لپاره په ګډه کار کوي او راتلونکی بجټ به د ټولو ضلعو اړتياوو ته په پام ترتيب شي.