*کوټه (نوي ژوند)د پاکستان مسلم ليګ (ن) بلوچستان صوبايي جنرل سيکرټري او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ ويلي دي چې پاکستان د اېټمي ځواک جوړولو وياړ د ميان محمد نواز شريف په مشرۍ ترلاسه کړ او دغه تاريخي پرېکړې د هېواد دفاع، خپلواکۍ او ملي وقار ته نوی قوت ورکړ.هغه د کوټې پرېس کلب کښې د تکبير ورځې په مناسبت جوړې شوې دستورې ته د وينا پر مهال وويل چې د ۱۹۹۸م کال د مې پر ۲۸مه د نړيوال فشار باوجود د اېټمي ازموينو پرېکړې پاکستان د اسلامي نړۍ لومړی او د نړۍ اووم اېټمي ځواک وګرځاوه. د هغه په وينا، دغه ورځ د ملي يووالي، غيرت او زړورتيا يو روښانه سمبول دی.جمال شاه کاکړ د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د وسله والو ځواکونو، قانون نافذونکو ادارو او امنيتي ځواکونو قربانيو ته درناوی وړاندې کړ او ويې ويل چې د امن او ثبات لپاره د هغوی خدمتونه د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي.هغه زياته کړه چې مسلم ليګ (ن) بلوچستان کښې د ولسي ستونزو د حل، د کارکنانو د حقونو د دفاع او د پرمختيايي چارو د پياوړتيا لپاره خپله سياسي مبارزه دوامداره ساتلې ده او ګوند به د هېواد د پرمختګ، جمهوريت او ولسي خدمت لپاره خپل کردار جاري ساتي.
