تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

ميانمار کښې د باغيانو تر واک لاندې کلي کښې چاودنه، ۵۵ کسان وژل شوي، لسګونه ژوبل

(نوي ژوند) د ميانمار په يوه هغه کلي کښې چې د باغيانو تر واک لاندې بلل کېږي، د زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۵ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي. د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، په وژل شويو کسانو کښې ۲۵ ښځې هم شاملې دي، په داسې حال کښې چې د يو شمېر ژوبلو روغتيايي حالت نازک بلل شوی دی.د برتانوي رسنيو د معلوماتو له مخې، چاودنه په هغه سيمه کښې شوې چې د باغيانو تر ولکې لاندې ده، خو تر اوسه د پېښې د نوعيت او علتونو په اړه روښانه معلومات نه دي خپاره شوي. ځايي سرچينې وايي، له چاودنې وروسته د ژغورنې چارې سمدستي پيل شوې او ژوبل کسان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول کېږي.د ميانمار له نوي پلازمېنې نيپيداو څخه ترلاسه شويو راپورونو کښې ويل شوي چې د پېښې په اړه نور معلومات راټولېږي او اړوند چارواکي د چاودنې د لاملونو معلومولو لپاره بېلابېل اړخونه څېړي. نړيوالې رسنۍ وايي چې له پېښې وروسته سيمه کښې وېره او اندېښنه زياته شوې او د مړو شمېر د لوړېدو اندېښنه هم څرګنده شوې ده.