تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

قلعه عبدالله کښې ډزې، قبایلي مشر داد محمد کاکړ په ګډون څو تنه ووژل شول

کوټه (نوي ژوند)د جنوبي پشتونخوا د ضلعې قلعه عبدالله په مېزئي اډه سيمه کښې د وسله والو په ډزو او ورپسې تاوتريخجنو پېښو کښې د نوميالي قبایلي او ټولنيز شخصيت داد محمد کاکړ عرف دادګی په ګډون څو تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي، چې له امله يې سيمه کښې د سختې وېرې، اندېښنې او کشالې فضا رامنځته شوې ده.د ځايي سرچينو او پوليسو د لومړنيو معلوماتو له مخې، نامعلومه وسله والو پر موټرسايکل سپرو کسانو د مېزئي اډې په يوه مصروفه سيمه کښې ناڅاپي ډزې وکړې، چې له امله يې قبایلي مشر داد محمد کاکړ عرف دادګی، سيد متک آغا او جبار پهلوان پر ځای وژل شوي، په داسې حال کښې چې سيد جعفر آغا او نور څو کسان ژوبل شوي دي. ژوبل او وژل شوي کسان سمدستي د مېزئي اډې ټراما سنټر ته رسول شوي، چرته چې ډاکټرانو د ځينو کسانو د مړينې تصديق کړی دی.د پېښې وروسته سيمه کښې سخت غبرګون مخې ته راغلی او قبایلي مشرانو، خپلوانو او سيمه ييزو اوسېدونکو احتجاجاً د کوټه ـ چمن لويه لاره د قلعه عبدالله او مېزئي اډې په ګډون په بېلابېلو برخو کښې تړلې ده. احتجاج کوونکو ولس ته د غير ضروري سفر نه کولو سپارښتنه کړې او ويلي يې دي چې تر نامعلومه وخته پورې به احتجاج دوام ولري.بل پلو، د دولنګۍ ګلستان له سيمې څخه هم د دوو متخاصمو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه ترلاسه شوي دي. ځينو سرچينو دعوه کړې چې په نښتو کښې يو شمېر کورونو ته اور اچول شوی، په داسې حال کښې د يو پوليس اهلکار نظر ګل حميدزي د وژل کېدو خبر هم مخې ته راغلی، خو تر اوسه د اړوندو حکومتي ادارو له لوري د دې خبر رسمي پخلی نه دی شوی.سرچينې وايي چې د سيمې امنيتي وضعه ترينګلې ده او انتظاميه او امنيتي ادارې د حالاتو قابو کولو او د پېښو د عاملينو د نيولو لپاره عملياتي ګامونه پورته کوي. د پېښو په اړه نور تفصيلات تر لاسه کېدو وروسته به خپاره کړل شي.