بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم
اِنّا لِلّٰهِ وَاِنّا اِلَيْهِ رَاجِعُون
د چاپي رسنيو د جنازې او خاورو ته سپارلو خبرتيا
په ډېرې خواشينۍ او ژور خپګان سره خبر ورکول کېږي چې چاپي رسنۍ (پرنټ ميډيا) د سياسي او اقتصادي فشارونو، د اعلانونو کمښت، د ابلاغي بهيرونو د بدلون او پرلهپسې بېپروايۍ له امله داعي اجل ته لبېک ويلی او له دې فاني نړۍ څخه يې سترګې پټې کړې دي.
له ټولو اړوندو کسانو، خبريالانو، مديرانو، کالم ليکونکو، اخبار پلورونکو، لوستونکو او د قلم له خاوندانو څخه په ډېر درنښت هيله کېږي چې د مرحومې چاپي رسنۍ د جنازې لمانځه کې د ګډون لپاره اودسونه تازه کړي.
د جنازې لمونځ: تر خبرتيا وروسته
ځای: د غلې کېدونکو چاپي ماشينونو تر سيورو لاندې
د مرحومې جسد ته د يو ښکلي تابوت په برابرولو سره د “وروستۍ خپرونې” په ملتيا د خاورو ته سپارلو لوړپوړي انتظامات بشپړ شوي دي. ورپسې به يوه تعزيتي غونډه هم ترسره شي، چې پکې به د مرحومې خبرياليزې مبارزې، حق ويلو، فکري لارښوونې او د ولسي شعور د لوړولو لپاره ترسره شويو خدمتونو ته د درناوي پېرزوينې وړاندې شي.
سربېره پر دې، د دغو خدمتونو د هېرولو او له ټوليز حافظې څخه د ورو ورو ورکولو نااعلان شوې تيارۍ هم بشپړې بلل کېږي.
د مغفرت دعا
اې د قلم خاوندانو! که ممکنه وي، د چاپي رسنيو د لوړو درجو، بېرته راژوندي کېدو او بيا احيا لپاره يوه دعا ضرور وکړئ.
په درنښت او مننه
