کوټه(نوي ژوند) د کوئټې څخه تر کراچۍ پورې په قامي لویه لاره روانو ترمیمي کارونو کې د خوندیتوب د تدابیرو د نشتوالي له امله ولسي وګړو، سماجي فعالانو او مسافرو سختې اندېښنې څرګندې کړې دي او له اړوندو ادارو یې د فوري اقدام غوښتنه کړې ده.د ځایي سرچینو له مخې، د فیډرل ورکس آرګنایزېشن (FWO) له لوري د نیشنل هایوې اتهارټي (NHA) په منظورۍ د بېلابېلو سیمو کې د سړک جوړونې کارونه روان دي، خو ولسي خلک وایي چې د کار پر مهال لازم حفاظتي اقدامات نه دي نیول شوي. د هغوی په وینا، نه واضحه ساین بورډونه شته او نه هم د بدیل لارو (Diversions) او رېفلیکټر لایټونو مناسب انتظام موجود دی.مسافر وايي چې د شپې په وخت د دې لویې لارې سفر خورا خطرناک شوی او په ګڼو ځایونو کې ژور کندې او تنګ سړکونه د پېښو خطر زیات کړی دی. د ځینو راپورونو له مخې، په دې لاره کې څو ټرافیکي پېښې هم رامنځته شوې دي.ولسي او سماجي کړیو ټینګار کړی چې د هر لوی تعمیراتي کار له پیل وړاندې د خوندیتوب تدابیر ضروري وي، خو په موجوده حالت کې د انسانانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.د ولسي او سماجي حلقو له لوري د نیشنل هایوې اتهارټي (NHA) له مشرانو غوښتنه شوې چې سمدستي نوټس واخلي او په بیړني ډول د خوندیتوب انتظامات ښه کړي څو د ممکنه پېښو مخه ونیول شي.
