تمران(نوي ژوند) د ايران د پارلمان سپيکر او لوړپوړي مذاکراتي استازي باقر قالیباف ويلي دي چې د دښمن پر خبرو او ژمنو باور نه شي کېدای او ايران به له امريکا سره داسې کوم تړون ونه مني چې پکښې د ايراني ولس د حقونو او ملي ګټو بشپړه ضمانت موجود نه وي.باقر قالیباف د ايران د پارلمان د بيا ټاکل شوي سپيکر په توګه د لوړې مراسمو ته د وينا پر مهال وويل چې له امريکا سره هر ډول تړون بايد عملي او څرګندې پايلې ولري، ځکه يوازې پر ژمنو او سياسي خبرو تکيه کول د منلو وړ نه دي. د هغه په وينا، تهران به د روانو اختلافاتو د پای لپاره د هرې ژمنې عملي ثبوت او روښانه نتيجې غواړي.هغه وويل چې د دښمن پر ژمنو او څرګندونو باور ممکن نه دی او د ايران لپاره تر ټولو مهم معيار د ملي ګټو ساتنه، د ولس د حقونو خونديتوب او عملي پايلې دي. نوموړي زياته کړه چې ايران به داسې کوم جوړجاړی ونه مني چې د هېواد خپلواکي، وقار او ولسي ګټې زيانمنې کړي.
