کوټه (نوي ژوند)د بلوچستان عوامي پارټۍ (بي اے پي) وياند د پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مشر محمود خان اڅکزي پر وروستيو څرګندونو سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي چې بلوچ او پشتانه د يوه وجود او يوې ساه په څېر ورور قومونه دي، چې د نفرت خپرولو يا سياسي ګټو لپاره له يو بل څخه نه شي بېلول کېدای.د بي اے پي وياند په خپل وضاحتي بيان کښې وويل چې محمود خان اڅکزی کله هم چې خپله سياسي کمزوري احساس کړي، نو د بلوچ او پشتون په څېر ورورو قومونو ترمنځ د اختلاف، شکونو او تفرقې د رامنځته کولو هڅې پيلوي. د هغه په وينا، دا ډول څرګندونې سياسي او ټولنيزې ستونزې نورې هم ژورولای شي.هغه وويل چې بلوچ او پشتانه له اوږدې مودې راهيسې په دې خاوره کښې د ورورولۍ، درناوي او ګډ ژوند پياوړی تاريخ لري او د دوی ترمنځ د نفرت خپرولو هر ډول هڅه به ناکامه شي.وياند زياته کړه چې د نفرت او وېش سياست د صوبې د امن، پرمختګ او يووالي پر ضد عمل دی او ولس اوس د داسې سياسي بيانيو په موخو ښه پوه شوی دی. د هغه په وينا، بلوچستان عوامي پارټي به د بلوچ او پشتون قومونو ترمنځ د يووالي، همغږۍ او تلپاتې ورورولۍ د پياوړتيا لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.
