کوټه (نوې ژوند ویب نیوز)د قلعه عبدالله د تحصیل ګلستان په تاڼه کې د پشتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر او د اپوزېشن مشر محمود خان اچکزئي پر ضد مقدمه درج شوې ده.پوليس وايي چې دا مقدمه د دولتي ادارو پر ضد د نفرت، اشتعال، او د خلکو د پارونې په تورونو د یوې وینا په تړاو درج شوې ده.د ایف آی آر له مخې دا قضيه د سائل عبدالولي خان ولد عبدالغفار خان، قوم شينزئۍ، د ګلستان کاري اوسېدونکي د درخواست پر اساس ثبت شوې ده. د مدعي په وینا په یوه عامه جلسه کې د وینا پر مهال د دولتي ادارو پر ضد مبینه سختې خبرې شوې او د خلکو د پارولو هڅه شوې ده.پوليس وايي چې مقدمه د پاکستان د تعزيرات قانون د بېلابېلو مادو لاندې ثبت شوې او پلټنې یې پيل کړې دي.
