کابل(ویب نیوز)نړیوالې مجلې ډي ډیپلومیټ په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې موجودې ترهګرې ډلې نه یوازې ګاونډیو هېوادونو بلکې د ټولې سیمې امنیت ته جدي ګواښ پېښوي. د راپور له مخې، سیمهییزې او نړیوالې ترهګرې شبکې له یو بل سره اړیکې او همغږي لري، خو نړیواله ټولنه د څرګندو شواهدو باوجود لا هم اغېزمن ګامونه نه اخلي. کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د ترهګرو لپاره خوندي پټنځایونه شته او نړیواله ټولنه باید یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي، بلکې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره عملي او سخت اقدامات ترسره کړي ترڅو د سیمې امن او ثبات خوندي شي.
