دنیا ۱۶ جون ۲۰۲۶

اسرائیل اعلان وکړ چې له لبنان، سوریې او غزې څخه به خپل ځواکونه نه باسي

اشغال شوی بیت المقدس(وېب نیوز) د اسرائیل دفاع وزیر اسرائیل کاټز ویلي چې اسرائیلي ځواکونه به په لبنان، سوریه او غزه کې د نامعلومې مودې لپاره پاتې شي او هلته به د امنیتي سیمو ساتنه دوام ولري. نوموړي وویل چې د حکومت تګلاره د اسرائیل د پولو او مېشتو سیمو امنیت خوندي کول دي، له همدې امله به پوځ خپلې پوستې نه پرېږدي. کاټز زیاته کړه چې وزیراعظم بنیامین نیتن یاہو دغه دریځ د امریکا له مشرانو سره هم شریک کړی او اسرائیل به د هر ډول فشار باوجود له لبنان څخه د ځواکونو ایستل ونه مني.