دنیا ۳ مئی ۲۰۲۶

ایران دې له اټومي وسلو بشپړ لاس واخلي: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر

کوټه (وېب ډېسک – ورځپاڼه نوې ژوند)د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې ایران باید په بشپړه توګه له اټومي وسلو څخه لاس واخلي او د سیمې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.د نړیوالو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ایران له خپل سیال عباس عراقچي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي، چې پکې د سیمې پر روان وضعیت او د کړکېچ پر حل تفصیلي بحث شوی دی.د خبرو پر مهال جرمني چارواکي ټینګار وکړ چې هېواد یې د خبرو اترو له لارې د شخړې د حل کلک ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه چې د امریکا د متحد په توګه د جرمني او متحده ایالاتو هدف یو دی، او هغه د سیمې ثبات او امنیت دی.هغه وویل چې ایران باید په بشپړه توګه له اټومي وسلو لاس واخلي او همدارنګه دې ژر تر ژره آبنائے هرمز د نړیوالو کښتیو پر مخ پرانیزي، څو د نړیوالې سوداګرۍ او انرژۍ رسد له خنډونو وژغورل شي.د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په منځني ختیځ کې کړکېچ لا هم دوام لري او نړیوالې هڅې روانې دي چې د خبرو اترو له لارې یې حل وموندل شي.