کوټه (ویب نیوز) عوامي نېشنل پارټۍ په خپل صوبایي بیان کې د بجټ غونډې پر مهال د ګرېنډ الائنس د مشرانو او سرکاري ملازمینو پر نیونو او مبینه تشدد سختې نیوکې کړې او ویې ویل چې د ټولنې او ریاست خدمت کوونکي ملازمین د درناوي پر ځای په زور ځپل د افسوس وړ عمل دی. ګوند ادعا کړې چې د ښځینه ملازمینو سره هم نامناسب چلند شوی چې د انساني وقار او اساسي حقونو خلاف دی. په بیان کې ویل شوي چې حکومت دې له خپلو پخوانیو ژمنو سرغړونه ونه کړي، نیول شوي ملازمین دې خوشې کړي، د مبینه تشدد پلټنې دې وکړي او د مذاکراتو له لارې دې د ملازمینو غوښتنې حل کړي.
