کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د آیي ایم ایف ایګزیکټو بورډ مهمه غونډه نن په واشنګټن کښې کېږي چې پکې پاکستان ته د 1.2 ارب ډالرو پور قسط د منظورۍ امکان شته۔ د خزانې وزارت له مخې دا پیسې به د ای ایف ایف او آر ایس ایف پروګرامونو لاندې پاکستان ته ورکول کېږي او د کامیابې ارزونې وروسته به یو ارب ډالر او اضافي 210 میلیونه ډالر هم ترلاسه شي۔ د خزانې وزیر محمد اورنګزیب ویلي چې پاکستان د آیي ایم ایف ټولې شرطونه پوره کړي او د سټاف لیول معاهده هم په بریالیتوب سره ترسره شوې ده۔
