تازه خبرونه ۹ مئی ۲۰۲۶

د کلائمیټ بدلون سره سره د ونو کرل هم ضروري دي، راحیله حمید دران

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د بلوچستان د تعلیم صوبایي وزیرې راحیله حمید خان دراني د کوټې ګرلز کالج کواري روډ کښې د کلائمیټ بدلون او د ګلونو نندارتون غونډې ته وویل چې موسمي بدلون یوه نړیواله ستونزه ګرځېدلې او اغېزې یې په بلوچستان او ټول هېواد کښې محسوسېږي، نو ځکه د شجرکارۍ او چاپېریال ساتنې ته وده ورکول ډېر ضروري دي۔ هغې د زده کوونکو تخلیقي وړتیا وستایله او ویې ویل چې په نوي نسل کښې د ماحول دوستۍ شعور پیدا کول د وخت مهم ضرورت دی۔ په غونډه کښې د بېلابېلو ګلونو، بوټو او تخلیقي ګملو نندارتون ترسره شو او غوره زده کوونکو ته تعریفي اسناد هم ورکړل شول۔