کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د بلوچستان پوهنتون مرستیال مشر پروفېسر ډاکټر ظهور احمد بازئی د ملي رسونې پروګرام تر مخې د لومړۍ درجې استادانو او مرستیال پروفیسرانو لپاره د څلورو اونیو روزنیز ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون وکړ او په رسمي توګه یې پروګرام پیل کړ.
دا روزنیز پروګرام به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۲۹مې نېټې څخه د جولای تر ۲۰مې نېټې پورې دوام وکړي، چې د پوهنتون د روزنې او پراختیا مرکز، د بلوچستان پوهنتون له خوا د ملي لوړو زده کړو اکاډمۍ NAHE، د لوړو زده کړو کمیسیون اسلام آباد په ګډه جوړ شوی دی. د پروګرام موخه د پوهنتون د استادانو د ښوونې، څېړنې او مسلکي وړتیاوو لا ښه کول او هغوی په نوو ښوونیزو مهارتونو سمبالول دي.
په پرانیست غونډه کې د پوهنتون مرستیال مشر ډاکټر غلام رزاق شاهواني، د ملي لوړو زده کړو اکاډمۍ NAHE، د لوړو زده کړو کمیسیون اسلام آباد مرستیال ډایرکټر ښاغلی طاهر محمود، د لوړو زده کړو کمیسیون استازی ښاغلی احسن یونس، د مدیریت علومو پوهنځي رئیسه پروفېسره ډاکټره صوبیه رمضان، د یو ټي ډي سي ډایرکټر جهانګیر خان او د پوهنتون استادانو او د بېلابېلو څانګو ښوونکو ګډون کړی وو.
په دې موقع د وینا پر مهال مرستیال مشر پروفېسر ډاکټر ظهور احمد بازئی د ډاکټرې نور آمنه ملک، مدیریت کوونکې ډایرکټرې، د ملي لوړو زده کړو اکاډمۍ NAHE، د لوړو زده کړو کمیسیون اسلام آباد څخه ځانګړې مننه وکړه او ویې ویل چې د بلوچستان پوهنتون د استادانو لپاره د څلورو اونیو دا روزنیز پروګرام یو د قدر وړ ګام دی. هغه زیاته کړه چې د استادانو مسلکي پرمختګ په حقیقت کې د زده کوونکو د روښانه راتلونکي لپاره پانګونه ده. هغه په ګډونوالو ټینګار وکړ چې د روزنې پر مهال ترلاسه شوی علم، مهارتونه او نوي ښوونیز میتودونه په خپله ښوونه کې وکاروي ترڅو زده کوونکو ته ترې ډېره ګټه ورسېږي او په پوهنتون کې د ښوونې او څېړنې معیار لا لوړ شي.
په غونډه کې د وینا پر مهال د یو ټي ډي سي ډایرکټر جهانګیر خان مېلمنو او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د پروګرام پر موخو او اغراضو یې رڼا واچوله او د ملي لوړو زده کړو اکاډمۍ او د لوړو زده کړو کمیسیون له همکارۍ څخه یې مننه وکړه.
پروفېسره ډاکټره صوبیه رمضان په خپله وینا کې د استادانو د دوامداره مسلکي روزنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې ډول پروګرامونه د لوړو زده کړو د معیار په ښه کولو کې مهم رول لوبوي. طاهر محمود د نویو ښوونیزو غوښتنو سره د برابر پاتې کېدو لپاره د استادانو روزنه ضروري وبلله، په داسې حال کې چې ښاغلي احسن یونس په بلوچستان پوهنتون کې د دې پروګرام جوړېدل وستایل او د ښوونکو د وړتیا د لوړولو لپاره یې اهمیت روښانه کړ.
د روزنیز پروګرام په لومړۍ ناسته کې د سرچینې کس ډاکټر ګوهر ملغاني د “د اړیکو مهارتونو” په موضوع تفصیلي او تعاملي ناسته ترسره کړه، چې پکې د اغېزمنو اړیکو، ښوونیز مهارت، د مشرتابه وړتیاوو او له زده کوونکو سره د ښې اړیکې پر بېلابېلو اړخونو رڼا واچول شوه.
د غونډې په پای کې مرستیال مشر پروفېسر ډاکټر ظهور احمد بازئی د ملي لوړو زده کړو اکاډمۍ، د لوړو زده کړو کمیسیون اسلام آباد درنو مېلمنو او د سرچینې کس ته د هغوی د خدمتونو په ویاړ یادګاري ډالۍ ورکړې.
