تهران:نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)، کوټه د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې امریکا د پاکستان له لارې د تهران ۱۴ نکاتی وړاندیزونو ته خپل ځواب رسولی دی۔د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایران د امریکا د ځواب جدي ارزونه کوي، او د تهران دغه ۱۴ نکاتی پلان په ځانګړي ډول د جګړې د پای ته رسېدو له موضوع سره تړاو لري۔هغه زیاته کړه چې د ایران په دغو وړاندیزونو کې په دې پړاو کې د اټومي مذاکراتو کومه برخه نه ده شامله، او تمرکز زیاتره د شخړې کمولو او د تاوتریخوالي د ختمولو پر لارو چارو دی۔سیاسي شنونکي وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب دا لړۍ ښايي د سیمهییز کړکېچ د کمېدو لپاره یو مهم ګام ثابت شي، خو وروستۍ پرېکړه به د دواړو لورو په سیاسي ارادې پورې تړلې وي۔
