کوټه (وېب نیوز): پښتونخوا ملي عوامي ګوند ويلي چې د زرګون ګنجۍ اوسېدونکي د امنيت له سختو ستونزو سره مخ دي او د شالکوټ پوليسو د حوزې دننه د غلا، لوټمارۍ او وسلوالو پېښو کچه لوړه شوې ده. ګوند تور پورې کړی چې ځينې پوليس د جرمپالو ملاتړ کوي، له همدې امله خلک د سر او مال خونديتوب نه لري. په بيان کې غوښتنه شوې چې د اړوندو پوليسو افسرانو پر ځای دې وړ او ايمانداره چارواکي وګومارل شي، ګزمې دې زياتې شي او د خلکو د امنيت لپاره دې جدي عملي ګامونه پورته شي.
