تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

دکی۔ د تعمیراتي کمپني پر ماشینونو د نامعلومو وسله والو برید، دوه روډ رولرونه وسوځول شول

کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د دکی ښار کراس ته نږدې د برېښنا د ګرېډ سټېشن کې نامعلومو وسله والو کسانو د یوې تعمیراتي کمپنۍ پر ماشینونو برید کړی. د پولیسو په وینا وسله والو د کارروايۍ پر مهال د کمپنۍ دوه روډ رولر ماشینونو ته اور واچاوه، چې له امله یې دواړه قیمتي ماشینونه په بشپړه توګه وسوځېدل. بریدګر د دې تخریبي کارروايۍ وروسته له سیمې په تېښته بریالي شول.