تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

په چمن کښې د ناقانونه مېشتو افغانانو پر ضد عملیات روان دي ۔ ضلعي انتظامیہ

چمن (سید سردار محمد خوندئی)
د چمن اسسټنټ کمشنر عزیز الله کاکړ او تحصیلدار احمد خان نن د چمن ضلعې په بېلابېلو سیمو کښې د ناقانونه مېشتو افغانانو پر ضد د روانو عملیاتو جاج واخیست او د اړوندو ټیمونو څارنه یې وکړه.

د دې په ترڅ کښې د چمن ښار په مختلفو بازارونو، لارو او سوداګریزو مرکزونو کښې د اوسیدونکو د پېژندپاڼو پلټنه وشوه، چې د ناقانونه مېشتو کسانو پېژندنه یقیني شي.

ادارې د لیرې پرتو سیمو څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته یې لارښوونه وکړه چې په چمن کښې هېڅ ناقانونه مېشت بهرني وګړي ته کور، دوکان یا د اوسېدو یا سوداګرۍ کوم ځای په کرایه ور نه کړي. په دې اړه واضحه کړه شوه چې د دولتي حکمونو سرغړونه کوونکو په وړاندې به د نافذو قوانینو له مخې سخته قانوني کارروائي وشي.

ضلعي ادارې له اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه چې د قانون پابندي وکړي، له ادارې سره همکاري وکړي او د هر ډول مشکوک یا ناقانونه فعالیت په اړه دې سمدستي اړوندو چارواکو ته خبر ورکړي، چې په ضلع کښې امن، امان او د قانون حاکمیت نور هم اغېزمن شي.