کوټه (وېب نيوز)د آل بلوچستان ټرانسپورټرز ايکشن کمېټې مشر حاجي حبيب الله خان باديزي ويلي دي چې په نړيوال بازار کې د خامو تېلو د بيې له کمېدو سره سره په پاکستان کې د پټروليم توکو بيې نه کمول د ولس سره ښکاره بې انصافي ده. هغه وويل چې د ګران سون توکو له امله ټرانسپورټران، بزګران، مزدوران او عام خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او د اړينو توکو بيې هم پرلهپسې لوړېږي. نوموړي د ايراني پټرولو د ۳۵۰ روپيو في ليټر بيې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې ژر تر ژره ولس ته ريليف ورکړي او د پټروليم توکو بيې راکمې کړي، ګنې احتجاجي ګامونه به پورته کړي.
