کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي د پارلمان د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي چې پارلمان د ولس د هیلو ریښتینی استازی او د ولسواک نظام تر ټولو قوي ستن دی. نوموړي وویل چې یو پیاوړی، فعال او بااختیاره پارلمان د اغېزمن قانون جوړونې، روڼې حکومتولۍ، حساب ورکونې او د ولس د استازیتوب ضمانت کوي. هغه زیاته کړه چې د بلوچستان حکومت د ولسواکو ادارو د پیاوړتیا، د اساسي قانون د واکمنۍ، شفافیت او حساب ورکونې د ودې لپاره عملي ګامونه پورته کوي او د بلوچستان اسمبلۍ د ولسي ستونزو د حل او ملي ګټو د خوندي کولو لپاره مهم رول ترسره کوي.
