موسیٰ خېل (وېب نیوز)د موسیٰ خېل او شاوخوا سيمو کې د زلزلې وروسته ټکانونه لا هم دوام لري او له پرون راهيسې تر اوسه درې نور ټکانونه هم احساس شوي دي. پرلهپسې ټکانونو خلک سخت اندېښمن کړي او ډېر کسان له خپلو کورونو څخه وتلي دي. بل لور ته د زلزلې له امله زیانمنې شوې کورنۍ لا هم د مرستو په تمه دي او وايي چې تر اوسه ورته خېمې، خوراکي توکي او نورې اړینې اسانتیاوې نه دي رسېدلې. دوی له حکومت څخه غوښتنه کړې چې بېړنۍ مرستندویه چارې دې ګړندۍ او اغېزمنې کړي.
