واشنګټن (وېب نیوز)د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان لغوه کړی چې د زیږون له مخې د امریکايي تابعیت د ختمولو لپاره صادر شوی و. محکمې پرېکړه کړې چې په امریکا کې د زیږېدلو کسانو د تابعیت اساسي حق به پر خپل ځای پاتې وي.بلخوا سترې محکمې ایالتونو ته دا اجازه هم ورکړې چې ټرانسجینډر (خواجه سرا) ورزشکاران د ښځو په ورزشي سیالیو کې له ګډون څخه منع کړي.ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سترې محکمې وروستۍ پرېکړه خپله “لویه بریا” بللې ده. له پرېکړې وروسته سپینې ماڼۍ په ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ یو انځور خپور کړ چې پرې لیکل شوي وو”د ښځو په ورزش کې به نارینه ګډون نه کوي.”
