تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

د اوربند له پیل راهیسې د اسرائیلي بریدونو له امله زر فلسطینیان شهیدان شوي، ملګري ملتونه

نیویارک (وېب نیوز)د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي، په غزه کې د اوربند له پیل راهیسې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې شاوخوا زر فلسطینیان شهیدان شوي دي. د عربي رسنیو د راپور له مخې، نوموړي په نیویارک کې ویلي چې په غزه کې د خلکو د ژوند وضعیت خورا سخت دی او اوسېدونکي د ناچاودو مهماتو، وبایي ناروغیو او پراخې بې‌ځایه کېدنې تر سیوري لاندې ژوند کوي. ګوتېرېش زیاته کړه چې د لوېدیځې غاړې فلسطینیان د مېشتو اسرائیلي اوسېدونکو له تاوتریخوالي، د غیرقانوني مېشتځایونو له پراختیا او د سیمو د الحاق له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ دي. هغه ټینګار وکړ چې د لوېدیځې غاړې د فلسطیني سیمو غیرقانوني الحاق د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، او په ختیځ بیت‌المقدس کې د مرستندویه ادارې پر دفتر قبضه هم غیرقانوني او د منلو وړ نه ده.