تازه خبرونه ۱ جولائی ۲۰۲۶

ایران پر امریکا د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د کوربتوب د اصولو د سرغړونې تور ولګاوه

تهران (وېب نیوز)ایران پر امریکا تور پورې کړی چې د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د کوربتوب اصول یې تر پښو لاندې کړي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، د امریکا چلند سیاسي و او د ایران له ملي فوټبال لوبډلې سره د نړیوال جام پر مهال نامناسب چلند شوی دی. نوموړي وویل، د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ګڼو روزونکو او د فوټبال فدراسیون چارواکو ته امریکایي ویزې نه دي ورکړل شوې، او د ویزو په ترلاسه کولو کې له پیل څخه ستونزې موجودې وې. هغه زیاته کړه چې ایراني لوبډله د سیالیو له اصلي ځای څخه په جلا سیمه کې ځای پر ځای شوې وه، چې دا هم د کوربتوب له اصولو سره په ټکر کې و. اسماعیل بقايي د امریکا د کورني امنیت وزیر هغه څرګندونې هم وغندلې چې د ایران د نړیوال جام له سیالیو د وتلو په اړه یې د خوښۍ څرګندونه کړې وه، او دا یې نامناسب او د سپورټ له روحیې سره په ټکر کې وبللې.