کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي په مشرۍ د آواران ولسوالۍ په یوه مهمه قبایلي جرګه کې وویل چې په بلوچستان کې تلپاتې سوله یوازې د ولس، ملکي ادارو او امنیتي ځواکونو په ګډې همکارۍ سره ټینګېدای شي. په جرګه کې د بلوچستان والي شیخ جعفر خان مندوخېل، د بلوچستان کورکمانډر لفټننټ جنرال راحت نسیم احمد خان، د صوبايي اسمبلۍ غړي خیر جان بلوچ، قبایلي مشران، سیاسي او ټولنیزې شخصیتونه، ښځې، زده کوونکي او د سیمې ګڼ اوسېدونکي ګډون کړی و. میر سرفراز بګټي وویل، حکومت په آواران او ټول مکران ډویژن کې د پرمختیایي پروژو، بنسټیزو اسانتیاوو، د کارموندنې فرصتونو او د ولس د هوساینې لپاره ځانګړي ګامونه پورته کوي، او د تر پروګرام لاندې روانو پروژو د سیمې په پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی. نوموړي د آواران ولس سوله خوښوونکی او پرمختګ غوښتونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې د سولې د خرابولو هڅه کوونکو پر ضد به بې له توپیره سخت اقدامات دوام ولري. د جرګې ګډونوالو د حکومت او امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او د سولې، پرمختګ او ملي یووالي لپاره یې له دولتي ادارو سره د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه، په داسې حال کې چې اعلیٰ وزیر اړوندو چارواکو ته د ولسي ستونزو د ژر او اغېزمن حل لپاره لازمې سپارښتنې هم وکړې.
