کوټه (وېب نیوز)پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د پاکستان مزدور کسان ګوند د مرکزي مشر افضل خاموش د الوتکې څخه ښکته کولو، په ای سي اېل کې د نوم شاملولو او وروسته د نیولو غندنه کړې او د هغه د سمدستي خوشې کولو، له ای سي اېل څخه د نوم ایستلو او د ټولو مقدمو د ختمولو غوښتنه یې کړې ده. ګوند وایي د سیاسي مشرانو پر ضد د هغوی د سیاسي فعالیتونو له امله اقدامات د اساسي قانون او بشري حقونو خلاف دي او سیاسي ستونزې باید د خبرو اترو او جمهوري لارې حل شي.
