تازه خبرونه ۹ مئی ۲۰۲۶

روس د ایران پر ضد د امریکا وړاندیز شوې قرارداد رد کړ

نیویارک (ویب ډیسک) په ملګرو ملتونو کښې د روس مستقل استازي د ایران پر ضد د امریکا وړاندیز شوې قرارداد په کلکه رد کړې او دا یې په سیمه کښې د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅه بللې ده۔ د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال روسي استازي وویل چې ماسکو به د داسې قرارداد ملاتړ ونه کړي چې یوازې ایران په نښه کوي او د سیمې د بحران اصلي لاملونه له پامه غورځوي۔ ویسلي نیبینزیا وویل چې روس د یو اړخیزو بیانیو مخالفت کوي او که د بحران اصلي عوامل په پام کښې ونه نیول شي نو سیمه کښې به نوی کړکېچ رامنځته شي۔ هغه ټینګار وکړ چې د خلیج فارس د سمندري امنیت لپاره د روانو شخړو ختمول او د پوځي اقداماتو مخنیوی ضروري دی۔ امریکا دغه قرارداد د بحرین، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، کوېټ او قطر په ملاتړ وړاندې کړی و چې پکې له ایران څخه په آبنای هرمز کښې د حملو او ټیکسونو د بندولو غوښتنه شوې وه۔