تازه خبرونه ۹ مئی ۲۰۲۶

روسی ولسمشر: د اوکراین شخړه پای ته نږدې ده، د ایران شخړې د ختمېدو هیله هم لرو

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې د هغه په باور د اوکراین روانه شخړه پای ته نږدې ده او تمه لري چې د ایران او اړوند کړکېچونه هم ژر ختم شي. هغه په خپل بیان کې وویل چې روسیه له چین سره د تېلو او ګازو مهمو تړونونو ته نږدې شوې ده. پوتین زیاته کړه چې د سلواکیا لومړي وزیر ورته ویلي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هغه سره د مستقیمې لیدنې لپاره چمتو دی. د هغه په وینا که د سولې هوکړه وشي، نو دواړه لوري کولی شي په دریم هېواد کې ملاقات وکړي. روسي ولسمشر دا هم وویل چې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د امریکا مننه کوي، خو ټینګار یې وکړ چې دا موضوع د روسیې او اوکراین ترمنځ ده او حل یې هم باید همدوی وکړي.