مقامی ۳ مئی ۲۰۲۶

ازاده او مسؤله ژورنالیزم د جمهوري ټولنې اړتیا ده: کاشف حیدري

کوټه:نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)، کوټه د مرکزي تنظیم تاجران بلوچستان ویاند کاشف حیدري ویلي دي چې ازاده، بې‌طرفه او مسؤله ژورنالیزم د هرې جمهوري او متمدنې ټولنې لپاره نه جلا کېدونکې اړتیا ده او همدا د روښانه راتلونکي ضمانت دی۔د نړیوالې د مطبوعاتو د ازادۍ ورځې په مناسبت خپل ځانګړي پیغام کې هغه وویل چې دا ورځ موږ ته د ژورنالیزم د اهمیت او د هغې د ازادۍ د ساتنې ژمنه را یادوي۔کاشف حیدري د خبریالانو ټولنې ته د درناوي وړاندې کولو ترڅنګ وویل چې رسنۍ د هر ډول فشارونو، ستونزو او خطرونو باوجود خلکو ته د حقیقت رسولو او د ټولنیزو ستونزو را برسېره کولو کې مهم رول لوبوي۔هغه ټینګار وکړ چې ژورنالیزم د دولت او ولس ترمنځ د یوه قوي پُل حیثیت لري او یوازې ازاده رسنۍ کولای شي د خلکو غږ په مؤثر ډول تر واکمنو ورسوي۔نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان په ګډون د هېواد په کچه خبریالان په محدودو وسایلو او سختو حالاتو کې خپلې دندې ترسره کوي چې دا د ستاینې وړ کار دی۔هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خوندیتوب، د اظهار ازادۍ او غوره مسلکي اسانتیاوې یقیني کړي، څو هغوی پرته له وېرې خپلې دندې ترسره کړي۔

**د روغتیا وزارت وضاحت: د روغتونونو په اړه پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې خبرې ناسمې دي

کوټه: نوی ژوند (پښتو ورځپاڼه)، کوټهد بلوچستان د روغتیا سکرتر مجیب الرحمن پانیزي ویلي دي چې د شیخ خلیفه بن زاید روغتون سریاب په اړه پر ټولنیزو رسنیو خپرېدونکي معلومات د حقیقت خلاف دي۔هغه وویل چې د تجهیزاتو د انتقال په اړه د لوړې کچې غونډې له منظوري وروسته د کارډیک وسایل په موقتي ډول د بی آی سي وي ډي روغتون ته انتقالېږي، او د نوي او عصري وسایلو پېر بشپړ شوی چې په راتلونکو دوو تر دریو میاشتو کې به ورسېږي۔د هغه په وینا، کله چې نوي وسایل راورسیږي، بېرته به د شیخ زاید روغتون کې نصب شي، څو د زړه د ناروغیو درملنې اسانتیاوې دوامداره پاتې شي او خلکو ته ستونزې رامنځته نه شي۔هغه روښانه کړه چې د ټولنیزو رسنیو پر خلاف، له هېڅ روغتون څخه اسانتیاوې نه ختمېږي، بلکې د وسایلو د ښه وېش له لارې نور روغتونونه هم فعالېږي، څو خلکو ته په خپلو سیمو کې د درملنې اسانتیاوې برابرې شي۔مجیب الرحمن وویل چې د تایید پرته د ویډیوګانو خپرول او ناسم معلومات شریکول د خلکو ترمنځ بې‌باوري او ګډوډي رامنځته کوي، او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې هر خبر له خپرولو وړاندې یې تصدیق وکړي۔هغه زیاته کړه چې شیخ خلیفه بن زاید روغتون مخکې غیر فعال و، خو اوس د حکومت د ځانګړې پاملرنې له امله بشپړ فعال شوی او پکې ۲۴ ساعته بیړنۍ، نسایي، جراحي او نورې طبي اسانتیاوې وړاندې کېږي، همدارنګه ایم آر آی، سي ټي سکین، الټراساونډ او نور عصري خدمات هم فعال شوي دي۔نوموړي د دې ژمنه وکړه چې حکومت د روغتیا په برخه کې د لا ښه والي لپاره جدي ګامونه اخلي او په ټول بلوچستان کې د عصري طبي اسانتیاوو برابرول یقیني کوي۔