مقامی ۳ مئی ۲۰۲۶

حکومت د خبریالانو د حقونو ساتنې او اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه. د سینیټ قائم مقام رئیس، سردار سیدال خان ناصر

کوټه (خبریال): د سینیټ قائم مقام رئیس، سردار سیدال خان ناصر سره د بلوچستان د چاپي رسنیو د مشر سید انور شاه په مشرۍ د خبریالانو یوه پلاوي لیدنه وکړه۔ په دې پلاوي کې ډاکټر ناشناس لهړي، منیر بلوچ، محمد عاطف خان سدوزئی، میر فاروق لانګو او فرحان لهړي او نور شامل وو۔په دې لیدنه کې پلاوي د صوبې په کچه د خبریالانو ستونزې، مسلکي چلنجونه او هغه خنډونه چې د دوی دندې پر وړاندې ولاړ دي، په تفصیل سره وړاندې کړل۔ همدارنګه د ژورنالیزم د ودې، د رسنیو د مهم رول او د خبریالانو د فلاح او ښېرازۍ په اړه هم پراخې خبرې اترې وشوې۔په دې موقع قائم مقام رئیس سینیټ سردار سیدال خان ناصر وویل چې خبریالان د ټولنې سترګې او ږغ دي، چې د ولس ستونزې رابرسېره کوي او د حکومت او ولس ترمنځ د یوه مهم پله حیثیت لري۔ هغه وویل چې اوسنی دور د رسنیو دور دی، چې پکې رسنیو بې ساری پرمختګ کړی او ورسره یې مسؤلیتونه هم زیات شوي دي۔هغه زیاته کړه چې حکومت د خبریالانو د ستونزو د حل او د هغوی د حقونو د ساتنې لپاره سنجیده ګامونه پورته کوي، او د پارلمان په دواړو خونو کې په دې اړه د قانون جوړونې بهیر هم روان دی۔ هغه باور ورکړ چې د خبریالانو ټولنې ته به زیاتې اسانتیاوې، رعایتونه او تحفظ برابر شي۔سردار سیدال خان ناصر خبریالانو ته ټینګار وکړ چې مثبت، مسؤل او د حقایقو پر بنسټ ژورنالیزم ته وده ورکړي، تر څو ولس ته کره معلومات ورسېږي او د هېواد ستونزې په اغېزناک ډول راښکاره شي۔ هغه وویل چې د ژورنالیزم بنسټیز هدف باید د رښتیا خپرول او د ملي پرمختګ ملاتړ وي۔هغه دا هم وویل چې حکومت په هېواد کې د پرمختګ، سوکالۍ، سوداګرۍ او پانګونې د ودې لپاره اقدامات کوي، او د صنعتکارانو، سوداګرو، بزګرانو، مزدورانو او نورو طبقو د ستونزو حل ته ځانګړې پاملرنه کېږي۔ په دې لړ کې د خبریالانو د فلاح لپاره هم بېلابېل پروګرامونه پیل شوي دي۔د لیدنې په پای کې قائم مقام رئیس سینیټ د خبریالانو د ستونزو د حل لپاره د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ څرګند کړ۔