کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي ويلي، دښمن يوې خوا ته د وژنو، ناامنۍ او د بې ګناه خلکو د قتل په شان ترهګريز اعمال ترسره کوي او بلې خوا ته د همدې جرمونو پړه پر دولت او دولتي ادارو اچولو لپاره دروغجن او ګمراه کوونکی پروپاګند کوي. هغه د بي اې مال مخې ته د روان پرلت ګډونوالو او د شهيدانو له کورنيو سره د ليدنې پر مهال وويل، د بلوچستان وطنپاله ولس بايد د دښمن د دغسې منفي تبليغاتو برخه نه شي، بلکې د سولې، ثبات او ملي يووالي لپاره دې د دولتي ادارو تر څنګ ودرېږي. نوموړي زياته کړه چې له لومړۍ ورځې راهيسې يې د پرلت له کمېټې سره تماسونه روان وو او د ستونزې د سوله ييز، باعزته او تلپاتې حل لپاره يې هڅې کړې دي. هغه وويل، که د حکومت له لوري هر ډول تېروتنه شوې وي، اصلاح به يې وشي او د زيانمنو کورنيو هر اړخيزه مرسته به باوري شي. وزيراعلیٰ اعلان وکړ چې د شهيدانو کورنيو ته به مالي معاوضه، د کورنۍ غړو ته به سرکاري دندې او د شهيدانو د ماشومانو د تعليم ټول لګښتونه به د بلوچستان حکومت پر غاړه اخلي. د وزيراعلیٰ د اطلاعاتو او سياسي چارو سلاکار شاهد رند وويل، د پرلت له کمېټې سره خبرې بريالۍ شوې او د وزيراعلیٰ پر ډاډ وروسته پرلت پای ته ورسېد.
