واشنګټن (نوې ژوند) امريکايي ورځپاڼې The Wall Street Journal راپور ورکړی چې اسرائيل د ايران پر ضد د هوايي عملياتو لپاره د عراق په صحرا کې يو پټ پوځي اډه جوړ کړې وه۔د راپور له مخې، عراقي امنيتي ځواکونو چې د معلوماتو پر بنسټ دې سيمې ته نږدې شوي وو، پر هغوی د اسرائيلي ځواکونو له لوري هوايي بريدونه هم شوي دي۔ورځپاڼه وايي چې دغه اډه د ايران سره د جګړې له پيل مخکې په پټه جوړ شوی و، او هلته د اسرائيلي ځانګړو ځواکونو (Special Forces) عسکر هم ځای پر ځای شوي وو۔ دا اډه د اسرائيلي هوايي ځواک لپاره د لوژستيک مرکز په توګه کارېده، او د ژغورنې ډلې هم پکې موجودې وې څو د الوتکو د غورځېدو په صورت کې د پيلوټانو د ژغورنې عمليات ترسره کړي۔د راپور له مخې، د برتانيې خبري اژانس وايي چې د دې ادعاوو خپلواکه تصديق نه دی شوی، او د اسرائيلي وزيراعظم دفتر هم تر اوسه په دې اړه رسمي ځواب نه دی ورکړی۔ويل کېږي چې د مارچ په پيل کې عراقي ځواکونه نږدې دې پټې سيمې ته رسېدلي وو، کله چې يو ځايي شپانه په سيمه کې د هيلي کاپټرو حرکت او غير عادي پوځي فعاليتونه راپور کړي وو۔کله چې عراقي ځواکونه د پلټنو لپاره سيمې ته ولېږل شول، نو د راپور له مخې اسرائيلي ځواکونو د هوايي بريدونو له لارې هڅه وکړه چې هغوی له دې ځایه لرې وساتي۔The Wall Street Journal زياتوي چې عراق د مارچ په وروستيو کې دا موضوع د ملګرو ملتونو سازمان ته هم وړاندې کړې، چې پکې ويل شوي د دوی ځواکونو پر ضد په عملياتو کې بهرنۍ قواوې او هوايي بريدونه شامل وو، او په دې کې د امريکا د ښکېلتيا ادعا هم شوې، خو امريکا دا رد کړې چې په دې پېښه کې لاس لري۔
